سیاست

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او له سېلاب ځپلو سره د هغوی همکارۍ وستایلې

 کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ١۹مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني تېر ماښام په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره جلا جلا وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو کتنو کې شېرمحمد د سرتېرو، محمدغوث د بریدملانو او تورن احمدشاه د افسرانو په استازیتوب جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل او وې ویل، د هېواد لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.
ورپسې جمهوررئیس د ۲۰۵ اتل قول اردو له مسوولینو او منسوبینو سره په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا پرمهال وویل، ستاسو د اتلولیو او له سېلاب ځپلو سره د همکاریو د قدردانۍ لپاره راغلی یم، ځکه سلګونه په سېلاب کې ایسار کسان مو وژغورل او د هېواد د صادقو بچیانو په توګه پر تاسو ویاړم.
جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته د هغو سرتېرو د تقدیرولو لارښوونه وکړه چې په سېلاب کې د ایسارو کسانو د ژغورنې په عملیاتو کې یې ښه رول لوبولی. هغه زیاته کړه، هغوی چې وایي په افغانستان کې انګېزه نشته، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دې وګوري، ستاسو وطنپالنه واقعاً د قدر وړ ده.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه خپل سر ورکوم، خو تاسې له لاسه نه ورکوم او هغوی چې خیال کوي د افغانستان اردو به منحل او هلیکوپټرې به د داغمې په بیه په نورو وپلوري، سل ځله دې بیا فکر  وکړي.
جمهوررئیس وویل، په نوې ټکنالوژۍ د پوهېدو په موخه د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د مسلکي زده کړو د اساسي بدلون او په داخل یا بهر کې هغوی ته د ارکانحربۍ زمینې د برابرولو د وړاندیز هرکلی کوم او د دې لپاره واضح طرحه غواړم.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د سرتېرو د اکمالاتو، امتیازاتو او حقونو برخه کې شته ستونزې باید په اساسي توګه حل شي. همدارنګه یې سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ته ډاډ ورکړ چې ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې پر وخت رسیدګي وشي.
محمداشرف غني په ټینګار سره وویل، د سرتېرو  د تلفاتو د راکمولو په موخه باید ټول لازم اقدامات وشي. هغه زیاته کړه، سپمول شوې پیسې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته ورکړل شي.
جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، تاسو ثابته کړه چې ورځ تر بلې غښتلي کېږئ او سوله هم ستاسو د قوت له برکته کوو. د سولې له راتګ سره  به ستاسو رول لا زیات او پیاوړی شي. هغه زیاته کړه، هر ځل د سولې راتګ سره جنګ شدت مومي، سوله راتلونکې ده، خو زغم او تدبیر غواړي.
ورپسې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان ډګرجنرال امام نظر بهبود جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هغه د همېشنۍ پاملرنې قدرداني وکړه او همدارنګه یې د سرتېرو د اتلولیو، عملیاتو او لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، په لوی کندهار کې امنیتي وضعیت په  ښه کېدو دی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري موجوده ده. جمهوررئیس ته یې ډاډ ورکړ چې د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېري د هېواد د دفاع او د هېوادوالو د ساتنې په برخه کې هر ډول مبارزې او سرښندنو ته چمتو دي.
وروسته د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمدشریف یفتلي امنیتي او دفاعي ځواکونو، ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې او رسېدنې مننه وکړه او وې ویل، موږ د وطن رضاکار سرتېري یوو او ستاسو په رهبرۍ د هېواد د دفاع او خدمت په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو یوو.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته