ښوونه او روزنه

په لغمان کې د ښوونځیو مدیران وستایل شول

مهترلام/ د تلې ۳ مه / باختر
په لغمان کې د هېواد د سلمې کالیزې په ویاړ د دولسو ښوونځیو له ډلې د دوو ښوونځیو مدیران په تقدیر نامو وستایل شول.
د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد د سلمې کالیزې په ویاړ ۱۰۰ هغه ښوونکي او مدیران چې په بېلا بېلو برخو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وه، په ستاینلیکونو ونازول شول.
د ښوونځیو د مدیرانو له ډلې د لغمان د حیدرخانیو او د شیخانو کلا د لېسو مدیرانو ته هغه تقدیر نامې چې له مرکزه استول شوې وې، د دغه ولایت د والي محمد اصف ننګ په لاسونو ورکړل شوې.
د لغمان د پوهنې تدریسي مرستیال محمد کریم رحیمي وايي چې د هېواد د سلمې کالیزې په ویاړ د ټول هېواد په کچه د ښوونځیو مدیران ستایل کېږي چې له ډلې یې نن د دغه ولایت دولېسو مدیران هم وستایل شول.
رحیمي زیاتوي چې دغو مدیرانو ته د تشویق په موخه د یوې میاشتې معاش هم د امتیاز په ډول ورکول کېږي.
په همدې حال کې د لغمان والي خوښي وښوده چې په دغه ولایت کې د دوو لېسو مدیران د هېواد د سلمې کالیزې په ویاړ ستایل کېږي.
هغه وویل، دغه ډول تقدیر ښوونکي او د پوهنې نور کارکوونکي لا هڅوي چې خپلو کړنو ته زیاته پاملرنه وکړي.
هغه د پوهنې ریاست له مسوولینو او ښوونکو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په ملي پروسه کې خپل رول په ښه ډول ادا کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته