امنیت

څوارلس تنه داعشيان په ننګرهارولايت کې د پوځيانو په نويو بريدونوکې ووژل شول .

کابل باختر دتلي اتمه :
دداعشيانو دډلې  ١٤ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه   دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ١٤ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دغني خيلو ، اچين او دربابا دولسواليو  په مربوطاتو کې بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې،  په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٦  ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې  د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوددوو  ډيپو ګانو په کشفولو بريالي شوي دي
دغه ډيپوګانې دجلال اباد ښار ته څيرمه او داچين په ولسوالۍ کې  د ډار اچوونکو په پټنځي کې کشف شوې دي ،چې يوه  اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
سيمه ئيز مقامات وايي  چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته