امنیت

په بغلان کې يوسړى و وژل شو.

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ٣ :
يوملکي سړى پرون مازيګر دبغلان ولايت په پلخمري ښارکې دتومانچې  په ډزوسره  وو ژل شو .
دپلخمري  ښار ددويمې  حوزې  آمر سمونوال ميراقا غفوري  باختراژانس ته وويل  چې دغه سړى دخپل  کاکا دزوى له خوا چې دملي اردو منسوب دى په اتفاق کارته کې دتومانچې په  ډزوسره  ووژل شو.
سمونوال   غفوري  که څه هم  ددغې پيښې  دانګيزې په باب  بې خبري وښوده
خوڅرګنده يې کړه چې قاتل نيول شوى  اوپيښه دپوليسو ترزياتي څيړنې  لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته