فرهنګ

دکاپي رايت دملاتړ دبورد دويمه غونده جوړه شوه .

کابل باختر دسلواغې  شپږمه :
دکاپي رايت دملاتړ دبورد دکميټې  دويمه غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعين فاضل سانچارکي په مشرۍ جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال  دخبرله مخې ، په دې غونډه کې   دمولف  ، منصف ، هنرمند او څيړونکي  له حقوقوڅخه دملاتړ  دبورد کاپي رايت دغونډو دکړنلارې په باب خبرې وشوې
دخپرونودچارو معين  فاضل سانچارکي  په دې غونډه کې وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه دنده  دمولف ، منصف ، هنرمند او دڅيړونکي له حقوقو څخه دفاع ده
دغه راز په دې غونډه کې دکاپي رايت دملاتړ دبورد دکړنلارې په باب   په خبرو سربيره   په اجندا کې ددريو شاملو موضوعګانوپه پاب هم خبرې وشوې .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته