اقتصاد

مالیې وزیر د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس سره وکتل

کابل باختر د کب پنځمه
مالیې وزیر اکلیل حکیمي پرون د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس تام پنیلا سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په کتنه کې دواړو اړخونو په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک پر پروژو، په اغېزمنه او ګټوره توګه د پراختیایې پروژو په پلي کېدو، په جاپان کې د اسیا پراختیایې بانک په کلنۍ غونډو او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتوپه باب بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته