امنیت

په جلال اباد ښار کې په يوه ځانمرګي بريد کې ددوو تنو وژل او داوولسو تنو تپيانيدل .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
په ننګرهار ولايت کې په يوه ځانمرګي پيښه کې دوه تنه ووژل شول او اولس  تنه نور ټپيان شول .
ددغه ځانمرګي بريد مقصد ديوه قومي مشر او دطالبانو او داعشيانو پرخلاف دکوټ ولسوالۍ دپاڅون کوونکو دمشر حاجي حيات خان وژل او ترورکول بلل شوى دى خو ويل کيږي په دې پيشه کې ده ته زيان نه دى اوښتى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دسردزيان  دتاييد په ترڅ کې  وويل ځانمرګي کله چې  وليدل دقومي  مخور او دطالبانو او داعشيانو پرخلاف  دکوټ ولسوالۍ دپاڅون کوونکو دمشر حاجي حيات  خان له رسيدو مخکې د امنيتي ځواکونو  له خوا پيژندل شوى، خپل ځان يې دملکي وګړو په منځ  کې وچاوه .
  خوږياڼي زياته کړه په دې پيښه کې حاجي حيات خان ته کوم زيان نه دى اوښتى .
په دې حال کې دننګرهار په مرکزي  روغتون کې  ډاکترانو د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته