نړۍ

په شمالي وزيرستان دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ميرامشاه باختر د ليندي شپاړسمه
  په شمالي وزيرستان کې په يوې ودانۍ دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې نن سهار څه ناڅه  درې تنه وسله وال  طالبان ووژل شول .
په دې بريد کې دوه توغندي دشمالي وزيرستان دقبايلي سيمې  دمرکز ميرامشاه دختيځ په شل کيلومتري واټن کې دميرعلي دسيمې په مبارک شاهي کلي کې داستوګنې  په يو کور وتوغول شول .
دغه سيمه دطالبانواو دالقاعده په شبکې پورې داړوند، ياغيانو داډې اومرکز په توګه  پيژندل شوې ده .
طالبانو له دغه کور څخه  دپټنځي په توګه استفاده کوله چې دپاکستان دډان ورځپاڼې دخبر له مخې، په دې بريد کې څلور توغندي توغول شوي دي او له امله  يې څلور تنه وژل شوي دي او څو تنه نور ټپيان شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته