نړۍ

د اروپا اتحاديې د اوکراين په ختيځ کې د بيلتون غوښتوونکو ټولپوښتنه وغندله

کيف بي بي سي – باختر د لړم دمياشتې ١٢
د اروپا اتحاديې د اوکراين په ختيځ کې د روسيې د پلويو بيلتون غوښتوونکو انتخابات د يو غيرقانوني اقدام په توګه رد کړي دي .
د اروپا د اتحاديې د بهرني سياست مسوول فدريکا موګريني وويل چې د دونتسک او لوهانسک په سيموکې ټولپوښتنه په اوکراين کې د سولې په تګلوري کې يوبل نوى خنډ دى .
د اوکراين مرکزي حکومت هم په دغو دووخپل سرو جمهوريتونوکې انتخابات يوه خندوونکې ننداره وبلله، خو روسيې وويل چې په دغو انتخاباتوکې دخلکو د ارادې درناوى کوي. هغه ځاى چې ښايي دوه تنه ياغي مشران بريالي شي.
د دغو انتخاباتو ترسره کوونکي وايي: لومړنۍ نتيجې د دې څرګندوى دي چې د دونتسک د حکومت مشر الکساندر زاخارشينکو او ايګور پلاتنيسکي به د لوهانسک د انتخاباتو ګټوونکي شي.
ياغيانو دغه راز په دغو دوو ناحيوکې پارلماني انتخابات ترسره کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته