ټولنه

په کونړکې پر يو ستر واټ د کرېړ اچولو کار پيل شو

کابل/باختر/ د زمري ٢مه
په کونړکې د يوه واټ د جوړولو او کرېړ اچولو کار پرون پيل شو.
دغه واټ د ٢٢ کيلومترو په اوږدوالي او اوو مترو په سور په (پاس غاښى) سيمه کې د مرورې ولسوالۍ بازار د کونړ له لويې لارې سره نښلوي.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال باختر آژانس ته وويل چې د دغه سړک په جوړولو او کرېړ اچولو سره د هغه په دواړو خواووکې په زرګونوکورنيو ته اسانتيا برابريږي.
هغه وويل: د دغه سړک جوړول د دې سبب شي چې بزګران خپل حاصلات په اسانۍ او لږ لګښت سره بازارونو ته ورسوي او دغه راز ناروغان په ډېر لنډ ممکن وخت کې د ښار روغتونونو ته ولېږدول شي.
ويل کېږي د دغه سړک په جوړولو سره په لرې پرتو سيموکې د خوراکي توکو بيې کمښت مومي او د لسګونو کليو د بيارغاونې او پرمختيا سبب کېږي.
په همدې حال کې د کونړ په مروره کې خلک د دغه سړک د جوړولو له امله خوشحاله دي .
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزير، د لوړو زده کړو، انرژۍ او اوبو او د ماليې وزارتو سرپرستانو او د ترانسپورت وزارت معين کونړ ته په خپل سفرکې وويل چې حکومت په دغه ولايت کې د لسګونو مهمو پروژو د تطبيق لپاره بودجه په پام کې نيولې ده.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته