سیاستخبرونهښوونه او روزنه

د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر 

د ډاکټر علي قره داغي په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او شیخو پلاوي پرون د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

 د پوهنې وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل افغانستان ته د یاد پلاوي سفر په داسې مهال تر سره کېږي، چې نړيواله ټولنه لاهم د اسلامي امارت په اړه منفي نظر لري.

هغه له یادو علماوو څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستان څخه په بېرته ستنېدو سره نړۍ ته زموږ د افغانستان رښتيني انځور وړاندې کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې ياد وزارت د اسلام سپېڅلي دین د لارښوونو او د هېواد د خلکو د فرهنګ په رڼا کې د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول د خپلو بنسټيزو دندو څخه ګڼي. 

نوموړي همدارنګه د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب په اړه مالومات ورکړل او ويې ويل چې زموږ ښوونيز نصاب په داسې ډول ترتيب شوى، چې له عصري علومو څخه په استفادې سره ديني علومو ته هم پاملرنه شوې او دا يوه اړتيا ده، چې ځوان مسلمان نسل باید د عصري علومو ترڅنګ په اسلامي زده کړو هم سمبال شي.

په ورته وخت کې یاد پلاوي د پوهنې وزارت د کړنو ستاینه وکړه او ويې ویل چې د نصاب اصلاح د نظام له اصلاح سره تړاو لري، ځکه مونږ کولای شو په دې کې د غربیانو د منفي افکارو مخه ونیسو.

 ياد پلاوي زیاته کړه، چې په هر حالت کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ تر څنګ، د پوهنیز نظام ملاتړ کوي او د پوهنې له وزرات سره به په مادي او معنوي ډول مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته