کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
دملي دفاع وزارت خبري منابع وايي ، درې تنه وسله وال مخالفين پرون دپکتيا ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دخاصو قطعاتو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر د دغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته خبرورکړ:
د ملي اردو دخاصو قطعاتو منسوبينو دغه چاڼيزعمليات دپکتيا ولايت دسيدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو د ډلې دقوماندان دنيولو په مقصد ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين چې د ترورستي او ورانکارو فعاليتونو په ترسره کولو کې يې فعاله ونډه لرله و وژل شول .
ددغو عملياتو په بهير کې يو وسله وال مخالف هم نيول شوى او يوه اندازه پوځي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل