کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دوه تنه دجعلي پيسو دکارولو په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
په نيول شويو کسانو تورلګول شوى دى چې غوښتل يې يو سلو دوه ويشت زره جعلي پاکستاني کلدارۍ په تورخم بندرکې وکاروي.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو دجعلي پيسو دتبادلې په څو موردو اعتراف کړى دى .
خوږياڼي وويل چې ددغه جعل کار بانډ دفعاليتونو دڅرنګوالي په باب څيړنې پيل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ