سیاست

دبهرنيو چارو وزيرنيويارک ته ځي

کابلباختر د سنبلي ٣١
ټاکل شوې ده دبهرنيو چارو وزيرډاکتر زلمى رسول نن ماښام د ملګرو ملتو سازمان دعمومي ټولنې په اته شپيتمه غونډه کې د ګډون په مقصد نيويارک ته سفر وکړي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د بهرنيو چارو د وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه خبري غونډه کې ددغه ټکي دڅرګندولو په ترڅ کې وويل: دبهرنيو چارو وزير په دې غونډه کې وينا کوي اود ملګرو ملتو دسازمان په غونډو کې به ګډون وکړي.
ده وويل: دهيواد د بهرنيو چارو وزير ددغې غونډې ترڅنګ به دملګرو ملتو د سازمان له سرمنشي او د بريټانيا ، آذربايجان ، سويډن ، ډنمارک ، امريکا ، ايران ، چين ، عربي متحده اماراتو ، استراليا ، سعودي عربستان او د ايټاليا د بهرنيو چارو د وزيرانو او د نورو هيوادونو له مقاماتو سره وګوري.
تېرکال هم ډاکتر زلمي رسول دملګرو ملتو دسازمان په عمومي غونډه کې دافغاني هيئت مشري په غاړه درلوده.
دغه غونډه په کال کې يو ځل جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته