سیاست

دملګروملتو سازمان پرمختيايي مرستو پراختيا ته دهرات دسيمه ييزو مقاماتو غوښتنه

 

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٧ :

دهرات ولايت سيمه ييزو مقاماتو په دغه ولايت کې دملګروملتو سازمان دپرمختيايي پروګرامونو  دودي اوپراختيا غوښتنه وکړه.

دهرات  دوالي مرستيال اصيل الدين جامي چې په افغانستان کې  يې د يو ان ډي   پي   دفتر له مرستيال اودفرانسوي  تمويلوونکو له هيئت سره وکتل دهيواد په کجه دسيمه ييزو ادارو دبيلابيلو پروګرامونو په پرمخ بيولو کې ددغه سازمان درول  ارزښتناک بللو په ترڅ کې  ددغو همکاريو دوام يې يوه اړتيا وبلله.

ددغې غونډي په يوه برخه کې دليږدونې دپروګرام  له بشپړيدو اودسيمه ييزو او نړيوالو دونرونو دلټولو په  دهيواد کلي حالت په باب چې دپي آر ټي تشه ډګه کړي هم خبري وشوي  .

دغه سيمه ييزمقام ددغه  نړيوال سازمان په همکاري دسيمه ييزو ادارو په کچه تراجرا لاندې پروګرامونو څخه دنړيوالې ټولنې ملاتړ مهم وباله.

دغه مرکزپه کال کې ددغو پروګرامونو دپرمخ بيولو لپاره پنځه  ويشت مليونو ډالرو څخه تردريرشو مليونو ډالرو پوري لګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته