کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د ښوونځيو او مدرسو د يو ميليونو ۹۰۰ زرو ټوکو درسي کتابونو د چاپولو تفاهم ليک نن د پوهنې وزارت د سرپرست ډاکتر ميرويس بلخي او د سرور سعادت د طباعتي شرکت د رييس ترمنځ لاسليک شو.
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې:
دهېواد په ښوونځيو او مدرسوکې د درسي کتابونو کمښت يوه اساسي ستونزه شمېرل کېږي او د نږدې دوه ميليونو درسي کتابونو چاپول زده کوونکو ته يو ښه زيرى دى.
په هر حال د پوهنې وزارت د سرپرست ډاکتر ميرويس بلخي د څرګندونو له مخې، دغه تفاهم ليک د ۱۷۱ ميليونو او ۷۰۰ زرو افغانيو په لګښت د عمومي او اسلامي تعليماتو د درسي کتابونو د برابرولو په لاره کې يو ارزښتناک ګام دى.
ده زياته کړه چې د دغو کتابونو چاپول به تر راتلوونکو څلورو مياشتو پورې بشپړ شي او لګښت به يې د پوهنې وزارت له بودجې څخه ورکړ شي .
ډاکتر بلخي ټينګار وکړ چې د دغو کتابونو په چاپولو او ويشلو سره به په تعليمي برخه کې د زده کوونکو ځينې ستونزې حل شي.
د ده د څرګندونوله مخې: دغه کتابونه به د اوسنيو کتابونو په پرتله لوړ کيفيت او محتوا ولري چې د کورنيو متخصصانو له خوا طرحه شوي او په هېواد کې به چاپ شي.
د پوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه چې اوس دهېواد پوهنه، په تعليمي برخه کې ۴۹ ميليونو ۲۰۰ زرو ټوکو کتابونو ته اړتيا لري او ټاکل شوې ده د تدراکاتو د پړاوونو له بشپړيدو وروسته ۳۷ ميليونه ټوکه نور کتابونه د يو شمېر هېوادونو او بنسټونو په مالي مرسته چاپ شي.
په مقابل کې د طباعتي شرکت رييس سرور سعادت هم ژمنه وکړه چې د دغو کتابونو د چاپولو په کيفيت کې جدي پاملرنه کېږي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل