ټولنه

د هېواد د دريمو رسمي ژبو د ستونزو د څيړنې علمي سيمينار جوړ شو

کابل باختر د زمري يو ديرشمه :
له قانون څخه تر عمل پورې د ازبکي، ترکمي، بلوڅي، پشه يي او نورستاني رسمي ژبو تر عنوان لاندې نن د کابل په انترکانتيننتال هوټل کې د هېوا د دريمو رسمي ژبو د چلنجونو د څيړنې علمي سميينار جوړ شو .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې سيمينارکې چې د دغو ژبو د څيړنې د برخې د ماهرانو او ژبپوهانو او له بېلابېلو ولايتونو څخه د ګڼ شمېر فرهنګيانو او مينه والو په ګډون جوړ شوى و، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام د جمهور رييس د فرهنګي سلاکار له خوا ولوستل شو .
په پيغام کې ميلمنو او برخه والو ته د ښه راغلاست د ويلو او د سيمينار په کار کې د هغوى د پرياليتوب د هيلې په ترڅ کې ويل شوي دي چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو قومونو ژبې سترې فرهنګي پانګې او د هغوى ترمنځ د وحدت او همغږۍ څرګندوى دي .
  په پيغام کې ويل شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت دهېواد د اساسي قانون د مفادو پربنسټ د دغو ژبو د لا زياتې بډاينې او غوړيدو په لاره کې د مشخصو پروګرامونو په طرحه کولو مکلف دى .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس په خپل پيغام کې زياته کړې ده چې دولت دنده لري په هېوادکې په دريمو ژبو د کتابونو او د نورو خپرونو په چاپولو او خپرولوکې پاملرنه وکړي چې د دغو ژبو د فرهنګي ودې او پرمختګ زمينې برابر شي او دهېواد رسنۍ دې هم بايد دغو ژبو ته مجال ورکړي چې په فرهنګي پراختيا او ودې برلاسى شي او مرسته ورسره وکړي .
وروسته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم پيغام د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د مقام د دفتر د رييس ډاکتر عنايت الله بابر فرهمند له خوا د سيمينار برخه والو ته ولوستل شو .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په خپل پيغام کې يادونه کړې ده چې په مورنيو ژبو لوست يو له هغو مواردو څخه دى چې د هېواد اساسي قانون په درې څلويښتمه ماده کې ورته اشاره  کړې ده او ټينګار کوي چې دولت  مکلفيت لري چې  خپلو اتباعو ته د دوى په مورنيو ژبو د ښوونې او رونې زمينې برابرې کړي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ټينګار کوي: ژبه د انساني مفکورو او تفکر زيږنده ده، له مفکورې او تفکر پرته نه شو کولاى د خپلوژبو  له بډاينې او پراختيا سره مرسته وکړو . له دې امله زه باور لرم چې په لومړي ګام کې بايد په هېوادکې په مورنيو ژبو د لوست زمينې پراخې او تعميمې کړو چې دغو ژبو ته د مفکورې او تفکر زياتې زمينې برابرې شي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياتوي چې د مفکورې، تفکر او د ادبياتو پراختيا د يوه هېواد د خلکو د هويت د ژوندي پاتې کيدو سبب هم کيږي؛ له همدې امله دى چې زه ټينګار کوم چې په دې لاره کې د همت ملا وتړئ او په خپل پرله پسې کار سره خپل هويت ژوندى کړئ او باور ولرئ  چې دغه هويتونه دملي هويت له پياوړتيا سره هم مرسته کوي او په هېوادکې د فرهنګي پرمختګ او ترقۍ سبب کيږي .
وروسته دهېواد له بېلابېلو قومونو څخه يوشمېر فرهنګي شخصيتونو د دې هېواد د اوسيدونکو د ژبو د مقام او په تېره بيا د هغو ستونزو او ناخوالو په باره کې چې د دغو ژبو د ودې، انکشاف او فرهنګي پرمختګ  د لارې پرسر پراته دي؛ خبرې وکړې . 
وينا والو هغه چلنجونه  چې د ازبکي، ترکمني، پشه يي، بلوڅي او نورستاني ژبو د ويوونکو په وړاندې شته او تر اوسه پورې دومره پاملرنه ورته نه ده شوې؛ اشاره وکړه او د افغانستان داسلامي جمهوريت له دولت څخه يې وغوښتل چې  د هېواد د اساسي قانون له حکم سره سم دې په دې باب زياته پاملرنه وکړي .
په مورنۍ ژبه لوست، د دغو ژبو په پروګرام جوړولوکې د رسنيو ونډه، په دغو ژبو د ادبې او هنري  توليد زياتوالى، د دريمو رسمي ژبو د برخې د پرمختګ په لاره کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو د رول زياتوالى، هغه موارد وو چې د ويناوالو په خبروکې  ورته اشاره شوې وه .
په دې سيمينارکې د سرحدونو، قومونو او قبايلو د چارو وزير ګلاب منګل،   د لوړو زده کړو  وزارت معين بري صديقي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ رييسې  څيړنپوه  ثريا پوپل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات، د پوهنې وزارت معين ډاکتر سردار محمد رحيمي او د ملي راډيو ټلوييزون لوى رييس زرين انځور هم د هېواد د رسمي ژبو د پياوړتيا او انکشاف د موضوع په باب خبرې وکړې .
د دغه سيمنيارکار درې ورځې نور هم دوام کوي او په  پاى کې د دغو ژبو دملاتړ په موخه په خبرو وړ برخه کې مشخص چلندونه تدوين او اړوندو بنسټونو ته يې  وړاندې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته