امنیت

په فاریاب کې ۸ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د کب ۲۵ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه نښته د فاریاب د دولت آباد ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د پوځیانو پر پوستو د برید نیت درلود.
هغه وویل چې د دغې نښتې په پایله کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او د یوه سیمه ییز قوماندان رحمت په ګډون درې نور طالبان ټپیان شول.
ویل کېږي په دې نښته کې د دښمن جنګي وسایل هم د پوځیانو لاس ته ورغلل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته