نړۍ

د ايران پارلمان له پاکستان سره د امنيتي همکارۍ لايحه تصويب کړه

دي دان- باختر  دوري  اتلسمه :
د ايران پارلمان پرون د ايران او پاکستان ترمنځ د امنيتي همکاريو د زياتوالي لايحه تصويب کړه .
باخترآژانس دپاکستان د دان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: دغه لايحه د ايران او پاکستان په سرحدي سيموکې له تروريستي ډلوسره په مبارزه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ دهمکارۍ دپياوړتيا لپاره تصويب شوې ده .
له ٢٠١٤ ميلادي کال راپه دې خوا تروريستي ډلو له پاکستان سره د ايران دسيستان او بلوچستان ولايت په پوله کې په ميشتو سرحدي ساتوونکو څو ځلې بريدونه کړي دي .
د روانې مياشتې په لومړيو وختوکې دسرحدي ساتوونکو د نيولو او د تېرکال دلړم په مياشت کې د څلورو تنو ايراني عسکرو د وژل کيدو مسووليت دجيش العدل تروريستي ډلې په غاړه اسختى دى .
د ايران پارلمان دغه لايحه په ١٨٧موافقو رايو او په ١٤ ممتنعو رايو سره تصويب کړه .
په دې لايحه کې کاري چلندونه ، لګښت او نورې موضوعګانې شاملې دي.
ايران او پاکستان د تېرکال د سلواغې په مياشت کې له تروريزم، د انسان له قاچاقو او دنشه يي توکو له قاچاقو سره دمبارزې لپاره د سختو اقداماتو د ترسره کولو په باب موافقه وکړه .
د ايران د استخباراتو وزارت پرون په يوه وينا کې وويل: د ايران ٤ تنه سرحدي ساتوونکي چې دوه مياشتې مخکې تښتول شوي وو؛ خپلو کورونو ته ستانه شول خو د پنحم ساتوونکى برخليک معلوم نه دى .
جيش العدل ويلي و چې پنځم ساتوونکي يې د وري د مياشتې په دريمه نيټه وژلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته