کابل باختر دسلواغي لسمه
دکونړ ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو او دنړيوالو پوځونو ګډ عمليات پيل شول .
دختيځ زون دپوليسو ويندوى ادريس مومند باختر اژانس ته وويل: دغه عمليات دنرنګ ولسوالۍ دنا امنو سيمو دپاکولو په مقصد له تيرې شپې څخه پيل شوي دي . ده وويل دغه عمليات دنرنګ ولسوالۍ له باديل درې څخه چې يوه ناامنه ولسوالۍ ده پيل شوې ده او ددغې ولسوالۍ دنا امنو سيمو له پاکولو وروسته ددغه ولايت په نورو ولسواليو کې هم عمليات پيليږي .
مومند وويل :په دغو عملياتو کې وسله والوطالبانو ته دسرزيان اوښتي دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ