فرهنګ

«کلتوري ارزښتونه به په ګډه ساتو» کمپاین پیل سو!

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني د لارښووني سره سم د هیواد د کلتوري ارزښتونو د ساتني په موخه د عامه پوهاوي، د کمپاین لومړی پړاو په کابل کي پیل سو.
« کلتوري ارزښتونه به په ګډه ساتو » د عامه پوهاوي کمپاین تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتي سلاکار او ویاند هارون حکیمي او لرغونپوهني د رییس عبدالقدیر تېموري په ګډون، د ژورنالیستانو، مدني فعالانو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکو سره، د کابل د خواجه صفا سیمي له تاریخي ساحو پیل او تر بابر بڼ پوري یې دوام وکړ.
پلاوي د لرغونو سیمو، تاریخي اثارو او لرغوني دېوال سره نږدې استوګنو وګړو ته د کلتوري ارزښتونو او راپاته اثارو د ارزښت په هکله د پوهاوي رسولو هڅي وکړې او په ساتنه کي یې د دوی پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د شېردروازې د لرغوني دېوال لړۍ ته څېرمه د لسګونو رضاکارو پلی تګ د ټولنیزو رسنیو له لاري هم خپور سو، ترڅو په ټولنیزو رسنیو کي ددغو لرغونو اثارو سره بلدیت او د هیواد د تاریخي هویت د ساتني ذهنیت پیاوړی سي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهني ریاست متخصصینو،د رغنیزي طرحي ترتیبولو په موخه د شېردروازې، انځوریز رپوټ چمتو کړ چي وروسته به د پخواني حالت سره پرتله او وارزول سي.
د کابل لرغونی دېوال چي پر جوړېدو یې ۱۵۰۰ کلونه اوښتي دي، ددغي سیمي د لرغونتوب شاهدي ورکوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هیواد د لرغونو سیمو د ترمیم، پالني او ساتني د پروګرامونو ترڅنګ، د عامه پوهاوي پر لارو چارو کار کوي او په نږدو وختونو کي به د کلتوري ارزښتونو د ساتني په موخه د عامه پوهاوي د کمپاین نوري طرحي د هیواد په بېلابېلو سیمو کي عملي سي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دغه موخه کي د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکو څخه د پوره ملاتړ هیله لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته