امنیت

په بلخ کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ١۲مه شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په بلخ ولايت کې ووژل شول. د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت د بلخ ولسوالۍ په پل بنګاله سيمه کې له پوځيانو سره د نښتې په وخت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول . رضايي زياته کړه: په دې پېښه کې ٧ تنه وسله وال طالبان ټپيان او ٤ ماينونه چې د دښمن له خوا په بلخ ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوي و، د٢٠٩ شاهين قول اردو د ماين پاکولو ټيم له خوا کشف او شنډ کړاى شول. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته