امنیت

د هېواد په بېلابېلو سيموکې دوه سوه درويشت طالبان ووژل شول.

کابل /د غبرګولې ١٣مه /باختر
په تېرو٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلوسيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ٢٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي د باختراژانس خبريال ته وويل په هلمند،لوګر، ننګرهار،هرات ، فراه، جوزجانو ، تخار، ميدان وردګو، زابل، قندهار، روزګان ، بادغيس، غزني، اوبغلان کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو بريدونوکې ٢٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢٦ نوريې ټپيان شول.
په دغوعملياتوکې د طالبانو يوشمېر وسلې اومهمات ويجاړې شوې.
دغه راز امنيتي اودفاعي ځواکونو ٢٠ ډول ډول ماينونه ،د هېواد په بېلابېلو سيموکې کشف اوشنډ کړل.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته