سیاست

اسدالله خالد د عربي متحده اماراتو له وليعهد سره وکتل

 کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد پرون د اماراتو له وليعهد شيخ محمد بن زايد آل نهيان سره په ابوظبي کې ليده کاته او خبرې اترې وکړې.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي: په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو او له افغانستان سره د عربي متحده اماراتو د همکاريو په اړه خبرې اترې وشوې.
د عربي متحده اماراتو وليعهد په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
اسدالله خالد دغه راز د عربي متحده اماراتو د وليعهد د ورور شيخ سلطان بن زايد آل نهيان د فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ او له هغه سره يې خواخوږي او غم شريکي وکړه.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته