سیاست

د شکایتونو د څېړلو د بورډ مسوولین: تېره اوونۍ ۱۰۱ شکایتونه څېړل شوي دي

کابل/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۰ مه
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څېړلو د بورډ مسوولین وايي چې تېره اوونۍ د مرکز او ولایتونو د ملکي خدمتونو کارکوونکو له خوا ۱۰۱ شکایتونه څېړل شوي دي.
د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو شکایتونو کې ۸۵ رد، ۱۱ تایید او ۵ یې ساتل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته