ټولنه

د کندز ښار پر ګڼ مېشتو سيمو عفوني ضد درمل وشيندل شول

کابل / د وري ۲٧ مه / باختر
د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د کندز ښار پر ګڼ مېشتو ساحو د عفوني ضد درملو شنیدل دوام لري.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کندز ښار د لومړۍ ناحيې د درمل شیندلو ټيم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د دغه ښار پر ګڼ مېشتو ساحو عفوني ضد درمل وشیندل.
د کندز روغتیايي مسوولین وايي چې دغه بهیر به هره ورځ د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې دوام وکړي.
په همدې حال کې د کندز سیمه ییزه اداره د دغه ویروس د مخنیوي په خاطر د کندز له اوسېدونکو څخه غواړي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له روغتیايي مسوولينو سره همکاري وکړي او روغتیايي تکو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته