ورزش

د هرات د ملي امنيت ټيم د رسنيو ټيم ته ماتې ورکړه

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
په هرات کې د رسنيوجام دفوټبال دسياليو په دوام نن سهار دملي امنيت اود رسنيو ټيمونو لوبه وکړه.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآژانس ته وويل په دې لوبه کې د ملي امنيت ټيم وکولاى شول د صفر په مقابل کې په دوو سره د رسنيو ټيم ته ماتې ورکړي.
دغه سيالۍ د شپږو ټيمونو ترمنځ پرون د کورنۍ د نړيوالې ورځې په وياړ په هرات کې پيل شوې دي.
ديو بل خبرله مخې: په هرات کې د اتلانو د فوټبال سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآ ژانس ته وويل: په دې لوبه کې د افغان ټيم د صفر په مقابل کې په دوو سره د کهسان ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د اتو ټيمونوترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي چې ټاکل شوې ده نن دپوهنې د استقلال اود کهسان ټيمونه لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته