ټولنه

په بغلان کې د کبانو د روزنې فارمونو لپاره د کبانوویشل .

پلخمري باخترد وږي ۲۸          
د بغلان د کرنې ، اوبولګولو او مالداری ریاست  په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې په فارمونو څه د پاڅه ٥٤ زره کبان وویشل .
دغه اقدام د کبانو د روزنې د رواجولو او پیاوړتیا په موخه ددغه ولایت دکرنې ادارې له خوا ترسره شو .
د بغلان د کرنې ریاست دخبري څانګې مسوول سیدنورالله  سادات باختراژانس ته وویل چې ۵۴۱۵۴ کبان د دوشي ، بڼو او خنجان په ولسوالیواود مرکزي بغلان د کبانو د روزنې په ۲۹ سیموکې د بغلان د کرنې ریاست د بڼوالي د ملي پروژې له خوا د ۶۵۰ زروافغانیوپه لګښت وویشل شول .
هغه وویل چې په دغه ولایت کې د پرمختیايي پروژو په پراختیا سره د بغلان زیاترو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته