ټولنه

زاړه موټرونه په هرات کې د هوا د ککړتيا اصلي عامل دی

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١
زاړه موټرونه په هرات ولايت کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ککړتيا اصلي عامل دى.
همدا اوس په زرګونو زاړه او لوږي توليدونکي موټرونه په هرات ښار او ولسواليو کې فعاليت کوي چې د دوى توليدونکی لوږى د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته ستونزې رامنځته کړې دي.
دهرات ولايت د ژوندانه دچاپيريال ساتنې رييس نصير احمد فضلي ددغو ليږونکو وسايطو د شتون له امله په انديښنې سره وايي: همدا اوس په شخصي وسايطو برسيره ملي بسونه او عمومي مسافروړونکي موټرونه د تخنيکي ستونزو له امله لوږى توليدوي او د چاپيرال د ککړتيا سبب کيږي.
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رييس څرګنده کړه: څو څو ځلې د دغو وسايطو خاوندانو ته يې د دغو وسايطو د درولو او ترميمولو په خاطر خپلې انديښنې د وسايطو خاوندانو او د ملي بس چارواکو ته څرګندې کړې دي او هيله لري چې په نږدې راتلوونکې کې د دغو وسايطو تخنيکي ستونزې لرې شي. فضلي وايي: دې ته په پاملرنې سره چې د لوږى توليدونکي موټرونه د هوا د ککړتيا اصلي عامل دى؛ بايد دهغو خاوندان د دغو موټرو د ترميمولو په لاره کې اقدام وکړي.
په همدې حال کې د هرات د ملي بس د آمريت اداري مدير نور احمد عسکر يار وايي: د دغې ادارې ټول ملي بس موټرونه تخنيکي ستونزې نه لري.
ده وويل: اوس ۴۰ ملي بسونه د هرات ښار او ولسواليو په کچه فعاليت کوي چې تخنيکي ستونزې نه لري او لوږى نه توليدوي.
لوږى توليدونکي وسايط په داسې حال کې د چاپيريال ساتنې د ککړتيا د اصلي عامل په توګه پيژندل کيږي چې کارپوهان د ژوندانه د چاپيريال ککړتيا د جلدي، سترګو، سرطان او ساه لنډۍ د ناروغيو او د شنه فضا دله منځه تلو له مهمو عواملو څخه بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته