کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه
اوولس تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې د سترو پوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو او داعشيانو تېره شپه د اچين او خوږياڼيو ولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو جګپوړی قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې ۱۷ تنه ډار اچوونکي طالبان او داعشيان وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ده وويل: دغه ډار اچوونکي د اچين او خوږياڼيو ولسواليو په ځينوسيموکې د ډار اچوونکو فعاليتونو او بريدونو د نويو لارو چارو د لټولو په حال کې وو چې پرې بريدونه وشول .
ختم_ ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ