نړۍ

يوه مسافر وړونکې بيړۍ په بنګله ديش کې ډوبه شوه

ډاکه رويترز باختردزمري دمياشتې  ١٣ :
يوه مسافر وړونکې بيړۍ له  ٢٠٠  تنو سپرليو سره يې نن دبنګله ديش  دپادما په سيند کې ډوبه شوه .
باخترآژانس درويترز دخبري آژانس له خولې خبر راکړ : 
تراوسه پورې ددغې بيړۍ  ٤٤ تنه سپرلۍ  ژغورلې شوې دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې تراوسه پورې ددغې پيښې له امله  دسر اوښتو احتمالي  زيانونو په باب  خبر نه دى ترلاسه شوى .
ددغه  خبرله مخې : دبنګله ديش پوځيان او مرستندوي ډلې دسپرليو د ژغورنې لپاره فعاليت   کوي .
په بنګله ديش کې   دکمزورو  ايمني ستندردونو او دزيات بار له امله   دمسافر وړونکو بيړيو  دډوبيدو ناتار  اوږده سابقه لري .
دبنګله ديش  دسمندري  مامورينو دڅرګندونوله مخې :  دسلګونو زرو  کوچنيو او منځنيو بيړيو له جملې څخه  چې په دغه هېواد کې فعاليت کوي په سلو کې  په څه دپاسه  پنځه نوي بيړيو کې ايمني مقررات په لازمه توګه نه رعايتږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته