ټولنه

درې تنه ماشومان تېره شپه د بي بي مهرو په ساحه کې د يو کور د چت د نړيدو له امله ووژل شول

کابل باختر د کب شپږ ويشتمه :
په کابل کې پرله پسې اورښتونه دکابل په بي بي مهرو ساحه کې په بشپړه توګه د يوه کور د نړيدو سبب شوچې له امله يې درې تنه ماشومان ووژل شول او دکورنۍ څلور تنه نورغړي ټپيان شول.
دکابل ښار دپوليسو د لسمې حوزې آمر نجيب الله سمسور دباخترآژانس خبريال ته وويل: په کابل ښارکې د باران د اورښت له امله تېره شپه په بي بي مهرو ساحه کې يوکور ونړيد چې دکور دچت د نړيدوله امله ديوې کورنۍ درې تنه ماشومان ووژل؛ څلورتنه نورغړي ټپيان شول او دغه راز د استوګنې څو نورکورونه يوڅه  ويجاړ شوي دي او څو نورکورونه د ويجاړيدو له ګواښ سره مخامخ دي .
د پوليسو د لسمې حوزې آمر زياته کړه: يو شمېرکورنۍ چې کورونه يې د ويجاړيدو له خطر سره مخامخ دي؛ ښوونځيو او نورو امنو سيمو ته ليږدول شوي دي.
ده وويل: دکابل ښار دلسمې ناحيې ځينې کوڅې او فرعي واټونه له اوبوڅخه ډکې دي او د خلکو د استوګنې کورونه او دوکانونه د اوبو له ګواښ سره مخامخ دي.
ده له کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل چې سيمې ته د اوبو ايستلو د ټانکرونو په ليږلو سره د دغې ناحيې د اوسيدونکو د ستونزو په کمښت کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته