فرهنګ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ورکشاپ په ملي نګارستان کې جوړ شو

کابل / د وري ۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي نګارستان کارکوونکو لپاره نن “د شريعت او قانون له نظره د جنسي ځورونې له منځه وړلو” ترنامه لاندې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونو کې د ښځو ملاتړ (جندر) آمريت، د نور تعليمي او د ظرفيتونو د پرمختيا موسسې (نکدو) په همکارۍ جوړ کړی و.
په دغه ورکشاپ کې مولوي میرمحمد (طه) د اسلام له نظره په ټولنه کې د ښځو د رول او د هغوى د حقونو په اړوند خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې اسلام د بشپړ دين په توګه ښځو ته ډېر حقونه او دندې ورکړي او ښځې له هر ډول ځورونې څخه خوندي کړې دي او خپلو پلویانو ته يې لارښوونه کړې ده چې په کور دننه او بهر کې د ښځو حقونو ته درناوي وکړي چې ټولنه سالمه او له نیمګړتیاوو څخه پاکه وي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبه سعادت هم خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د دغه وزارت کارکوونکي د ښځو د حقونو درناوي ته وهڅول، ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو رسنیز وزارت په توګه باید خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي ورکولو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنيوي کې زيات فعال شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته