امنیت

پنځه څلويښت تنه طالبان په ميدان وردګوکې ووژل شول

ميدان ښار/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ١٠ مه په ميدان وردګو ولايت کې ٤٥ تنه وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول. د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت الله دراني باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې د دغه ولايت د چک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي چې د پوځيانو له خوا له هوا او ځمکې څخه پر هغوى بريدونه وشول. دراني زياته کړه: په دغو بريدونو کې ٥٠ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن ٢٠ ميله وسلې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې او دغه راز د دښمن پنځه ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته