امنیت

په هلمند کې په نويو نښتو کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د سلواغې  نهه ويشتمه :؛
نهه  تنه وسله وال طالبان  په هلمند ولايت کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
  دغه جګړه تيره شپه لښکرګاه ښار ته  څيرمه  هغه وخت ونښته چې  پوځيانو  په موټرسايکل سپرو طالبانو بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول . .
ديوبل خبرله مخې،  په هلمند ولايت کې پوځيان دوسله والو طالبانو  دوسلو اومهماتو  ددريو ډيپوکانو په کشفولو بريالي شول .
دغه ډيپوګانې په سنګين  ولسوالۍ او لښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو له پټنځي  څخه کشفې  شوې دي
دهلمند ولايت يوامنيتي مقام  وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، په هلمند ولايت کې  ديولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار  دلښکرګاه ښارله شاوخوا سيمو او دګرشک له ولسوالۍ څخه  څلور ماينونه کشف او شنډ کړل
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا  په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړى شوى و .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته