کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٢ :
دباميانو ولايت پوليسو نن دوه تنه د يو ځوان د وژل کيدو په تور ونيول .
د باميانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خدايار قدسي د باخترآژانس خبريال ته وويل : يو ځوان د باميانو ولايت په مرکز پورې اړوند د قيبودي کلي کې خپل کور ته څېرمه په ډزو سره ووژل شو او پوليسو دوه تنه د دغې قضيې په تور نيولي دي .
خبرځاى زياته کړه: د مقتول مړى په روغتون کې دى او تراوسه پورې خپلوانو يې مراجعه نه ده کړې .
1 د یوې دقیقې څخه لږ