امنیت

په ننګرهارکې چاودنه وشوه

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ٦ مه:
څو شيبې وړاندې د ننګرهار ولايت په بهسود ولسوالۍ کې چاودنه وشوه.
د رپوټونوله مخې: دغه چاودنه د بهسود ولسوالۍ د بهسود په سيمه کې يوې خصوصي کمپنۍ ته څېرمه شوې ده.
تر اوسه پورې د دغې چاودنې له امله د سر د احتمالي زيانونو او څرنګوالى روښان نه دى.
د ننګرهار ولايت د پوليسو يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې امنيتي مامورين د څيړنې لپاره سيمې ته ليږدول شوي دي.
ددغه خبرجزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته