کابل باختر دسلواغې اووه ويشتمه :
په هرات ولايت کې يوه سړي خپله ځوانه ميرمن ووژله .
دغه پيښه پرون دکهسان ولسوالۍ بازارته څيرمه رامنځته شوه .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه سړي خپله ميرمن له وهلو اوټکولو وروسته دچړې په ګوزارونو سره وژلې ده او په خپله تښتيدلى دى .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو ددغې ميرمنې دميړه دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه معلومه نه ده خو پوليس وايي چې دپيښې په اړوند څيړنې پيل شوي دي .
ددغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې ددغې پنځه ويشت کلنې ميرمنې ميړه په نشه يي توکي روږدى دى او تل يې خپله ميرمن وهله اوډبوله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ