امنیت

د هېواد په جنوب کې د يولړ چاودنو مخه ونیول شوه

 کابل/باختر/ د وږي۷ مه
امنيتي مامورینو نن سهار ٣٢ ماينونه د قندهار، روزګان، زابل او هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي دي چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړای شوي دي.
تر اوسه هېچا يا کومې ډلې د دغو ماین ښخونو مسووليت نه دى منلى، خو د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات یې وسله وال طالبان عاملین بولي.
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ مېشتو لاروکې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته