کابل_باختر د مرغومي دمياشتې ٤ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د ترکیې هېواد د نوي سفیر ښاغلي " اسماعیل هراماس " باور لیک په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي هم حضور درلود، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس او د ترکیې نوي سفیر له یو بل سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې بحث او خبرې اترې وکړې.
جمهوررئیس حامدکرزي په تېرو دولسو کلونوکې له افغانستان سره د دوست او ورور هېواد ترکیې د مرستو او همکاریو له امله د مننې په ترڅ کې په افغانستان کې د ترکیې نوي سفیر ښاغلي " اسماعیل هراماس" ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
په مقابل کې د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر په دې ترڅ کې چې په افغانستان کې یې د خپلې نوې دندې د پیل کېدو له امله خوښي څرګنده کړه، وې ویل چې د خپل ماموریت په بهيرکې به هڅه وکړي چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې له پخوا لا زیاتې پراخې شي.#
0 1 دقیقه لوستل