ټولنه

دبريښنا شرکت وياند: په کابل کې دبريښنا دپرچاوې ستونزې به په ډير لنډ ممکن وخت کې حل شي .

کابل باختر د ليندى اوومه :
دبريښنا  شرکت وياند وايي چې  دکابل ښار دبريښنا دپرچاوې دستونزې دلرې کولو په خاطر دغه رياست له ازبکستان څخه پنځوس ميګاواټه بريښنا پيرودلې ده .
دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل دروان کال دليندۍ دمياشتې له پنځلسمې  نيټې څخه يوسلو څلويښت ميګاواټه   حرارتي بريښنا فعاليږي  او هره ورځ  له پنځو  بجو  څخه د شپې تر لسو بجو پورې انرژي توليدوي .
دده دڅرګندونوله مخې  ددې تر څنګ دبريښنا دکمښت دستونزې  د لرې کولو په خاطر له ازبکستان څخه پنځوس ميګاواټه  اضافي  بريښنا هم په شبکه کې شامليږي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته