سیاست

په هېواد کې دسولې له بهير سره دبغلانيانو ملاتړ

کابل باختردغويي ١٦مه :
دبغلان ولايت په لسګونو تنوعالمانو ،مشرانو اودمدني ټولنې غړو په يوه پراخه غونډه کې  په هېواد کې دعادلانه سولې غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې،  په پيل کې  دپلخمري ښار دجامع جومات خطيب  مولوي غلام رباني داسلام دمبين  دين له پلوه دسولې د ښيګڼو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه په افغانستان کې عقيدتي  اختلافونه شتون نه لري  که چيرې  څوک دې موضوع ته لمن ووهي په خپله  دهغه فکري  او عقيدتي  تيروتنه ده .  ميرمن خديجې  يقين هم په دې پروګرام کې ښځې  دټولنې فعالې  غړې او دسولې پيغام راوړونکي وبللې او ويې ويل  ښځې  دعادلانه سولې په رامنځته  کولو کې چې په هغې کې دټولو حقوق  په پام کې ونيول شي مهم رول لري .
ددغې غونډې په دوام دبغلان ولايت يوتن ځوان مفلح  جويا د سولې دغږاوچتول په حقيقت کې دهېواد  پرمختګ  او ترقۍ ته  هرکلى وباله او ځوانان يې په ټولنه کې دزيانمنوونکي قشر په توګه او سوله يې په ټولنه کې يوه ستره اړتيا وبلله .
دغونډې  دکار په دوام يو جيد عالم مولوي محمد ناصر  وقاض او مينا صديقي هغه نجلۍ چې  څو ورځې مخکې ورور يې په بغلان کې دجګړې قرباني شو له څو تنو برخه والو  سره يوځاى دسولې داهميت په باب  په تفصيل سره خبرې  وکړې او جګړې له ښکيلو  لورو څخه يې وغوښتل چې دافغانستان د خلکو سوله ئيز  غږ ته هرکلى ووايي او له جګړې  څخه لاس واخلي .  غونډه دعادلانه سولې په باب دبرخه والو له خوا دپريکړه ليک په صادرولو  سره پاى ته ورسيده .
  ختم- ف _ اکرم 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته