امنیت

په کابل ښار کې د ٢٥٠٠ کيلوګرامو چاوديدونکو توکو کشف

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دملي امنيت دلوى رياست دخاصو قطعاتو ځواکونو دکابل ولايت دبګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٢٥٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف کړل .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترپه خبرپاڼه کې ويل شوي دي دطالبانو تروريستي  ډلې  ٢٥٠٠کيلوګرامه امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي دساختماني موادو ( شګې  )  دلېږدونې تر پوښښ لاندې په پنځوسو بوريو کې ځاى پرځاى او په يوه هينو ډوله موټر کې  ايښې و  چې په مناسبت وخت کې له هغو څخه دځانمرګو او چاوديدونکو توکو دترسره کولو لپاره دماينونو او موټر بمونو په جوړولو کې کار واخلي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې  دقضيې په اړوند دخواني ، اول خان اومحمدګل په نومونودرې تنه نيول شوي دي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته