کابل/ دتلې درېيمه/ باختر:
٤٠ وسله وال طالبانه تېره شپه په سرپل کې دپوځيانو په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باخترآژانس ته وويل : دغه وسله وال طالبان دسرپل مرکز قشقري سيمه کې هغه وخت ووژل شول چې د دوى دراټوليدو په ځاى هوايي بريدونه وشول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو هوايي بريدونو کې ٤٠ وسله وال طالبان ووژل شول او اوولس نور سخت ټپيان شول.
دغه راز په دغو هوايي ګوزارونو کې ددښمن ٢٠موټرسايکلونه ، يو شمېرپوځي تجهيزات او څو سنګرونه له منځه ولاړل.
پاى ذ