امنیت

يو مدني فعال دوسله والو کسانو په ډزو کې ټپي شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
په هرات ولايت کې يو مدني فعال پرون دناپيژاندانو وسله والو کسانو په ډزو کې ټپي شو.
دهرات دمدني مرکزنو دشبکې همغږى کوونکى خليل پارسا دهرات ښار دترقي پارک په ساحه کې په ډزو سره ټپي شو.
ډاکتران وايي يوه ګولې دپارسا په خيټه کې ليګدلې ده او روغتيايي حالت يې خراب دى .
په همدې حال کې دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل:دقضيې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته