ټولنه

په غور کې اړو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
په غور کې پرون پر څه دپاسه ۲۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده باختر آژانس ته وویل چې عزیزي او اسلامي بانکونو پر ۲۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
فیض زاده له یادو بنسټونو څخه په قدردانۍ سره، له نورو بنسټونو څخه هم وغوښتل چې په دغه ولایت کې له اړو او بې وزلو کورنیو مرسته وکړي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته