کابل / باختر د تلې دمياشتې ٥ :
د داعش د ډلې ٣٥ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې پوځيانو سره سره په جګړه کې ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه د اچين ولسوالۍ په عبدال خيلو کلي کې هغه وخت ونښته چې د داعش د ډلې په لسګونو تنو غړو د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې د داعش د ډلې پنځه ديرش تنه غړي ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
مشرقيوال وويل چې دپوځيانو او د داعش په ډلې پورې د اړوندوکسانو ترمنځ جګړې اته ساعته دوام وکړ چې په پاى کې د امنيتي کومکي ځواکونو په رسيدوسره يرغلګرو ته د سر دروند زيان واوښت .
په ننګرهار ولايت کې سيمه ييز مقامات په دې جګړه کې د دوو تنو پوځيانو شهادت او د څلورو تنو نورو ټپي کيدل تائيدوي .
د را رسيدلو خبرونوله مخې : د دغې جګړې له پاى ته رسيدو وروسته پوځيانو داچين ولسوالۍ په ځينو سيمو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
په دغو عملياتو کې به پوځيان د اچين ولسوالۍ په اړ وندو سيموکې دداعش په ډلې پورې د اړوندو کسانو په لټه کې دي.
دغه عمليات د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد په مشرۍ پيل شوي او ويل کيږي چې دترويستانو له شتون څخه په بشپړه توګه د اچين ولسوالۍ تر پاکولو پورې به دوام ولري.
0 1 دقیقه لوستل