امنیت

شپېته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د ثورپنځلسمه :
د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د جلا جلا عملياتو په بهير کې چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې د هېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول شپيته تنه ډار اچوونکي وووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ؛ دغه عمليات د ننګرهار ، لغمان ، کاپيسا ، غزني ، لوګر ،قندهار، زابل ، بادغيس ، بلخ ، فارياب ، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول ، چې په نتيجه کې يې شپيته تنه ډار اچوونکي وووژل شول او  شپږ ديرش تنه نور يې ټپيان شول . ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته