پل علم/ باختر/ د غويي د میاشتې ۳ مه
د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ په کافر درې سیمه کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۹۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي (چرس) هم ترلاسه شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې افغان ځواکونو تېره شپه د خوښۍ ولسوالۍ په کافر درې سیمه کې عملیات ترسره کړل چې له امله یې افغان ځواکونو له وسله وال طالبانو سره نښته وکړه چې پر مهال یې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او۷۹۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ