امنیت

لس تنه وسله طالبان دغزني په ګيرو کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
دملي اردو ځواکونو پرون  په غزني ولايت کې له وسله والو طالبانو سره  په نښته کې  تروريستو طالبانو ته دسر زيان واړاوه .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآ  ژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو ځواکونو پرون  دغزني ولايت  دګيرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دوسله والو طالبانو پرخلاف چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او اووه تنه تروريستان ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې يوشمير وسله وال طالبان ونيول شول او   جنګي وسايل او نور تجهيزات يې هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :   دوسله والو طالبانو دډلې دوه  تنه قوماندانان  چې دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې مخالفينو ته دوسلو اومهماتو په برابرولو او ويشلو کې  فعال رول درلود  اوپه زياترو تروريستي او ورانکارو پروګرامونو کې يې ونډه لرله  له يوې اندازې سپکو وسلو او مهماتو  او له يو موټر سايکل سره  د ملي اردو  دځواکونو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته